slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ استخباراتو منسوبينو سره په ګډو عملياتو کې هغه کس نيولى، چې څه موده مخکې يې په تڼيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې درې کسان وژلي و او له سيمې تښتيدلى و.

پر درېيو قتلونو تورن نيول شوى کس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو ميل کلاشينکوف او شاجورو سره نيول شوى او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په ترسره کړي جنايت اعتراف هم کړى دى.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د تڼيو ولسوالۍ للمۍ کوټکي سيمه کې د ماشومانو پر سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه چې له امله يې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي و او یوه میرمن ټپې شوې وه.

خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر