ترکیه کې د پولیسو او اپوزېشن ګوند د پلویانو ترمنځ نښتې د دویمې ورځې لپاره دوام موندلی.
د ترکیې په استانبول ښار کې د پولیسو او د اپوزېشن د جمهوریتپال ګوند (CHP) د پلویانو ترمنځ اخ و ډب د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره هم روانې دي. دا کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شو چې یوې محکمې د دغه ګوند د استانبول د څانګې مشر له دندې ګوښه کړ.
د راپورونو له مخې، سلګونه پلویان د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې واټونو ته راووتل او د ګوند د دفترونو مخې ته راټول شول. دوی ټینګار کوي چې د پولیسو د مداخلې او د دفترونو د نیولو مخه ونیسي.
عیني شاهدان وایي، پولیسو د لاریون د مهارولو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز کارولی او د مظاهرهچیانو د تیت و پرک کولو هڅه یې کړې ده. د مظاهرهچیانو په وینا، د دوی اعتراض د دیموکراسۍ او د سیاسي ازادۍ د خوندیتوب لپاره دی.
د جمهوریتپال ګوند چارواکو د محکمې پرېکړه «سیاسي» بللې او ټینګار یې کړی چې د ګوند د دفترونو تړل او د مشر ګوښه کول د اپوزېشن د کمزوري کولو هڅه ده.
په ورته وخت کې، حکومتي سرچینو ویلي چې د یاد ګوند د مشر پر وړاندې قانوني دلایل موجود دي او د محکمې پرېکړه باید عملي شي.
شنونکي باور لري چې دا کړکېچ ښایي د ترکیې د سیاسي فضا نور هم توده کړي او د راتلونکو انتخاباتو پر بهیر اغېز ولري.