کورنیو چارو وزارت د وارداتي موټرو لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړل
کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه موټر چې د افغانستان خلاف وارد شوي او لاهم ثبت شوي نه دي، باید د کابل ښار نه ووځي او په هر ولایت کې د ترافیک ادارو څخه ځانګړي سټېکرونه ترلاسه کړي، څو یوازې په هماغه ولایت کې وګرځي.
هغه موټر چې مخکې په کابل او ولایتونو کې ثبت شوي، باید ژر تر ژره د موقت نمبرپلېټ او جواز ترلاسه کولو لپاره اړوند ترافیک دفترونو ته مراجعه وکړي. وزارت په واضح ډول ویلي چې هغه وسایط چې قانوني اسناد نه لري، باید کابل ته له راتلو ډډه وکړي.
سرچینې زیاتوي چې د دې ډول وارداتي موټرو د زیاتوالي او د ترافيکي پېښو د خطر په نظر کې نیولو سره، ښايي په نږدې راتلونکي کې پر دغو وسایطو نور سخت محدودیتونه هم ولګول شي. د موټر مالکین باید ژر اقدام وکړي، که نه نو قانوني اقدامات به پرې عملي شي.