د سټنډرډ ملي ادارې له لوري یو محموله بې کیفیته قیر بېرته ترکمنستان ته ولېږدول شول
د سټنډرډ ملي ادارې د اقینې بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله قیر چې ټولیز وزن یې ۲۴ ټنه و، د ملي سټنډرډونو خلاف تثبیت شو، چې له امله یې یاد ودانیز توکي بېرته ترکمنستان هېواد ته ولېږل شو.
د وارداتي توکو کنټرول او د کیفیت تضمین ددې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او هېڅ ډول بې کیفیته توکو ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد بازار ته دننه شي.
سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده، چې د کیفیت او خوندیتوب په موخه، د ټولو وارداتي توکو کره ارزونه په دوامداره توګه ترسره کړي او ملي سټنډرډونو په سمه توګه تطبیق شي.