slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په منځني ختیځ کې د اسراییل او ایران تر منځ د څه کم دوه اوونیزې جګړې او د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د خوندینې د څرنګوالي په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

په واشنګټن پوسټ کې د امنیتي چارو دوو کارپوهانو لیکلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته داسې ښکاري، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو حضور د ګټې پر ځای د ضعف پر ټکي بدل شوی دی.
د دغو امنیتي کارپوهانو په وینا، د ایران پر اټومي تاسیساتو په برید کې بي-۲ الوتکو ګډون درلود او هغه الوتکې هم له امریکا پورته شوې وې او د ټاماهاوک توغندي هم په فارس خلیج کې له اوبتلو توغول شوي وو.
دغو کارپوهانو په ډاګه ویلي، اوس د دې وخت دی چې امریکا باید له یادې سیمې خپل ځواکونه وباسي.
د ویلو ده، چې په قطر کې د العدید په نوم د امریکايي ځواکونو یوه نظامي اډه ده او د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته ایران یاده اډه په توغندیو سره په نښه کړه.