slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه د راتلونکو مهاجرینو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د دې وزارت سرپرست په مشرۍ ناسته ترسره کړې.

په دې ناسته کې چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معین سربــــېره ځینو ریسانو هم برخه لرله، چې په كور دننه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو سره پر همغږۍ خبرې او پریکړې وکړې.

په ناسته کې د مولوي عبدالکبیر له خوا د کډوالو د نوې جوپې لپاره چمتو شوی پلان وارزول شو او د نیمګړتیاوو د حل په موخه مسولینو ته د لازمو سپارښتنو تر څنګ د پلان پلي کېدو یادونه کړې.

ښاغلي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د کډوالو د ثبت پروسې ګړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان د هېواد پولو ته ولیږل شي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګمارل شي.

په دې ناسته کې وړاندې ویل شوي، چې د اسلامي امارت د زعیم له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو  حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب  شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره وشي.