slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان کرکټ بورډ د انجنیرۍ څانګې له لوري په لوګر ولایت کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لوبغالي کې د تېرو دوو کلونو په موده کې شاوخوا ۳.۹ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي، چې پکې د لوبغالي هوارول، زرغونول، احاطوي جال، د اوبو او سولري برېښنا شبکې، اداري خونې، تشنابونه او ویشتنځایونه شامل دي.

له یادې پروژې سره هممهاله، د لوبغالي ترڅنګ د یو روزنیز مرکز (اکاډمۍ) د جوړېدو چارې هم پیل شوې دي. دغه اکاډمي به د ۱.۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي، چې پکې څلور ویشتنځایونه، تمریناتي جالونه، شنه ساحه او اړوند اسانتیاوې شاملې دي.

چارواکي وایي، دغه دوه پروژې به د لوګر ولایت د ځوانانو لپاره د مسلکي کرکټ د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي. همداراز، ټاکل شوې چې د راتلونکي کال لوګر انټرکلب سیالۍ، چې تر دې وړاندې به کابل کې ترسره کېدې، له دې وروسته به په همدې نوي لوبغالي کې ترسره شي.