slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه د ښاروالې رياست د کلتوري او ټولنيزو چارو مدير، ميوند حبيبي، باختر خبري آژانس ته وويل، چې د ښاروالې رياست د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ثابتو او غير ثابتو عوايدو له لارې ۹۶ ميليونه، ۶۴۵ زره او ۹۳۴ افغانۍ عوايد راټول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ ميليونه، ۶۹۱ زره او ۹۰۰ افغانۍ زياتوالی ښيي.

ښاغلي حبيبي زياته کړه، چې د عوايدو دغه زياتوالی د ښاروالې رياست سره د ولسي وګړو همکارۍ، د عايداتي سرچينو زياتوالي او په چارو کې د روڼتيا له امله دی، او پر ولسي وګړو يې د لا زياتې همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي همدارنګه د ښاروالي رياست د پراختيايي پروژو په اړه وويل، چې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۲۸ پروژې د سړکونو، پلونو، پلچکونو، پنډلونو، څراغونو، د څارويو د حلالولو ځای (مسلخ) او سپورټي لوبغالو په جوړولو او اصلاح کې پلي شوې دي، چې ځينې يې بشپړې او ځينې لا تر کار لاندې دي.

بلخوا، د فراه ښاروال، مفتي سردار محمد مرصاد، د ښاروالې رياست مسوولين د حساب ورکولو مکلف وبلل او ټينګار يې وکړ، چې ټول مسؤل او غير مسؤل کسان د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي. نوموړي همدارنګه د بهرنیو کړيو او ناوړو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه د ټولو دنده وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې د اسلامي امارت روانې لاسته راوړنې خلکو ته تر ټولو ښه وړاندې شي.