ملي دفاع وزارت په منصور قو اردو کې ګڼ وسایط ترمیم کړي دي.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چئ د ٢٠٣ منصوري قول اردو په تخنیکي ورکشاپ کې د مسلکي ټیم په هڅو د دوو میاشتو په موده کې ٦٨ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې چمتو شوي دي.
خبرپانه زياتوي چې په يادو موټرو کې ۴۰ عرادې هاموې ټانګونه، ۲۰ عرادې رنجر موټرونه او ۸ عرادې انټرنشنل موټر شامل دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم زیات شمیر غیر فعال پوځي وسایط، سپکې او درنې وسلې هم د یاد تخنیکي ټیم له خوا ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
#پولیسراډیو