د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي؛ په کابل او تخار کې د نشهيي توکو د پېر او پلور په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست اړوند د راډیویي کشف او پیسو د تطهیر مدیریت منسوبینو له خوا د کابل ښار ۱۰مې حوزې له مربوطاتو څخه د نشهیي توکو د خرڅلاو په تړاو دوه کسان له ۱۲۴ عدده نشه يي ګولیو او څه اندازې چرسو سره یوځاي نیول شوي دي. بل خوا د تخار چارواکو د دې ولایت په فرخار ولسوالۍ کې دوه کسان نه له ۱۳ کیلو ګرامه تریاکو سره نیولي دي. د راپور له مخې به له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوي کسان اړوندو ارګانونو ته وسپاري.