په لغمان کې اوږده 60 کلنه دوښمني حل شوې
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازي پوليس راډیو ته وویل چې په بادپښ ولسوالۍ کې د دوو اسماعیل او لعل دين کورنيو ترمنځ شپيته کلنه دوښمني چې د ځمکې په سر رامنځته شوې وه،حل او په دوستۍ بدله شوه.
بل لور ته بيا د دواړو کورنيو غړي د ولايتي مسؤلانو څخه خوښ دي او وايي چې اوږده مهاله دوښمني مو د ولايتي مسؤلانو له لوري حل شوه او له دې وروسته به خپل عادي ژوند پر مخ وړو.