ملګري ملتونه؛ د افغانستان ښارونه د اقلیمي بدلونونو او کډوالو راستنېدنې له سخت فشار سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat Afghanistan) وايي، د اقلیمي بحرانونو، طبیعي پېښو او په پراخه کچه د کډوالو راستنېدو له امله د افغانستان پر ښاري سیمو د استوګنې فشار بېساری شوی دی.
یاد بنسټ د بشري مېشتېدنې نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د سږ کال د دې ورځې د نمانځنې تمرکز د ښاري ناورینونو پر وړاندې د ښارونو ځواب ویلو څرنګوالي ته ځانګړی شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي: "افغانستان په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلونونو، پرلهپسې طبیعي پېښو او د بېرته راستنېدونکو کډوالو له امله له جدي ښاري ستونزو سره مخ دی. دا وضعیت د استوګنې پر بازار فشار زیات کړی او د ښارونو د ژوند کیفیت یې اغېزمن کړی دی."
د بشري مېشتېدنې نړۍواله ورځ هر کال د اکتوبر په لومړۍ دوشنبه د ملګرو ملتونو په نوښت نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د ښارونو ارزښت، د مناسبې سرپناه لرلو حق او د ښاري ستونزو پر وړاندې د نړیوالو پام رااړول دي. دغه ورځ په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې تصویب کړه او لومړی ځل په ۱۹۸۶ کال کې ونمانځل شوه.
شنونکي وايي، افغانستان له پخوا د پاکو اوبو، زیربناوو او د استوګنې له کموالي سره مخ و، خو په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې د کورونو بیې او کرایې په ځانګړي ډول په کابل کې بېسارې لوړې کړي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارې ټینګار کوي چې د ښاري ستونزو د کمولو لپاره پراخې همغږې هڅې، نړیواله مرستې او د دوامدارو ښاري حللارو پلي کول اړین دي.