ټاکل شوې چې نن په جاپان کې د یوه نوي لومړي وزیر د ټاکلو په خاطر ټاکنې ترسره شي.
نړۍوالې
رسنۍ وايي چې د جاپان خلک نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه
اخلي. اټکل کېږي چې خلک د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته
رايې ورکړي. نظرپوښتنې
ښيي چې ښايي د ایشیبا اېتلافي حکومت ونه شي کولای له ۲۴۸ څوکیو نه ۵۰ څوکۍ
وګټي. رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس
ډېر دی چې د مالیې کمېدو او کډوالۍ محدودیت غواړي. د ایشیبا ګوند د مالي لګښت په پراخه کې محتاط دی، خو مخالفان د دولتي لګښتونو زیاتولول غواړي. دا ټاکنې به نن د جاپان پر وخت د ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي او پایلې به یې ژر اعلان شي.