سریلانکا کې د مسافروړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ۱۶ ټپیان شوي.
د سریلانکا په ختیځو سیمو کې د یوه مسافروړونکي بس د سړک څخه وتلو او یوې کندې ته لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې د سیمهییزو پولیسو ویاند فریډریک ووټلر ویلي، پېښه تېره شپه د ویلاوایا ښار ته نږدې، د پلازمینې کولمبو ختیځ ته شاوخوا ۲۸۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې ده چې تېر غویي میاشت کې هم د سریلانکا په کوټمال ښار ته نږدې د یوه مسافروړونکي بس د چپه کېدو پېښه شوې وه، چې په هغې کې ۲۱ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي وو.
چارواکي وایي، د سیمې غرني سړکونه او د بس د چلوونکي بېاحتیاطي د دې ډول پېښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.