د خوست امنیه قومندان د مرکز اړوند وکیل ګذرانو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه
د خوست ولایت امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد د امنیه قومندانۍ په تالار کې د مرکز اړوند وکیل ګذرانو سره د سیمهییزو ستونزو د حل او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې وکیل ګذرانو د خپلو سیمو او کلیو اړوند امنیتي، ټولنیزې او اداري ستونزې شریکې کړې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه.
امنیه قومندان د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به په جدي ډول وڅېړل شي او د حل لپاره به لازم اقدامات وشي. نوموړي له وکیل ګذرانو مننه وکړه چې له هر ډول امتیاز پرته خپل مسئولیتونه پرمخ وړي، خو ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې په خپلو چارو کې لا زیاته توجه او دقت وکړي.
ښاغلي حماد د وکیل ګذر مهر یو رسمي امانت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې باید یوازې د قانوني او رسمي چارو لپاره ترې استفاده وشي. همداراز، له وکیل ګذرانو وغوښتل شول چې د شخصي دښمنیو پر مهال کلیوال وهڅوي څو خپلې ستونزې د ځانګړو کمیسیونونو له لارې حل کړي.
په ناسته کې د کلیو د نوو کډوالو د هستوګنې په اړه ځانګړی طرزالعمل هم شریک شو، او د جدي پليتابه په موخه لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
په دې غونډه کې د امنیتي چارو مرستیال مولوي حیدر، د دفتر مدیر قاري اشرف شاهین او د کنټرول منطقوي آمر مولوي طالب جان طلحه هم ګډون کړی و.