slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور امر عبدالشکور څپاند باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په موزیم کې د باختریانو، کوشانیانو، اسلامي او معاصرو دورو ۲ زره ۹۸۷ تاریخي اثار موجود دي، چې له دې جملې څخه ۱۸۹۶ اثار ثبت شوي، خو پاتې نور لا هم ثبت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې سږ کال ۱۳ بېلابېل فلزي اثار او ۴۱ تاریخي کتابونه، چې بهر ته قاچاق کېدل، د احمدشاه بابا هوايي ډګر کې د امنیتي مسوولینو لخوا نیول شوي دي.