په ننګرهار کې یو ماشوم د تښتونکو له منګولو خلاص شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، وايي چې یو اته کلن ماشوم، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی و، د دې ولایت پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.