slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن چهارشنبه (د اګسټ ۶مه) د جاپان پر هیروشیما ښار د اټومي برید ۸۰مې کلیزې سره برابره ده، په دغه ورځ په نړۍ کې لومړنی اټومي بم استعمال شو. په همدې مناسبت د هیروشیما ښار زرګونه اوسېدونکو نن سهار د دغې پېښې د قربانیانو لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د ۱۹۴۵ کال د اګست میاشتې پر شپږمه نېټه یوې امریکايۍ بم غورځوونکې الوتکې د جاپان پر هیروشیما ښار یو اټومي بم وغورځاوه، چې له امله یې ۱۴۰زره کسان ووژل شول.

درې ورځې وروسته بل بم د جاپان پر ناګاساکي ښار وغورځول شو، چې لږ تر لږه پکې ۷۴زره کسان ووژل شول او له هغې دوه اونۍ وروسته دویمه نړۍواله جګړه پای ته ورسېده.