د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې د تېرو دریو مياشتو راهسې لسګونه زرو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پولیس راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي؛چې د روان کال په تېرو دریو تلې، لړم او لېندۍ میاشتو کې د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې ۲۳ زره او ۵۴۲ بېځایه شویو، راستنو شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو، بې وزلو، معیوبو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره مرستې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په مرستو کې خوراکي، نغدي او روغتیایي کڅوړې، جامې، خيمې، د اوبو ټانکرونه، ودانیز،د پخلنځي وسايل او د شیدو وزې شاملې وې.