پر دوحه د اسراییلو بریدونو د سعودي او قطر غبرګونونه راپارولي.
د اسرائیلو له لوري د قطر پر پلازمېنه دوحه کې د حماس د دفتر تر برید وروسته، د سیمې مشران د ګډ نړیوال دریځ غوښتونکي شوي دي.
د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني، د اسرائیلو تازه بریدونه د قطر پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې «یاغي کړنو» پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
همدارنګه د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان، پر دوحه د برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده چې پر اسراییلو ډلهییز فشار راوړل شي.
په راپورونو کې راغلي چې اسرائیلو د برید تر څنګ له قطره غوښتي چې د حماس مشران له خپلې خاورې وباسي، او که نه نو ورته نور بریدونه به هم وکړي.
ورته مهال د ایران او ترکیې په ګډون منځني ختیځ هېوادونو هم د اسراییلو د دې چارې غندنه کړې او دې برید ته یې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې، یادو هېوادونو له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې ترڅو د اسراییلو پر وړاندې عملي ځوابي ګامونه واخلي.