میدان وردګو کې د محتسبینو له خوا د یوې مېرمنې ژوند وژغورل شو.
د میدان وردګو ولایت محتسبینو په یو اغېزناک اقدام کې، یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني تاوتریخوالي وژغورله. د راپورونو له مخې، دا مېرمن د اوږدې مودې راهیسې د خپل کورني ژوند له سختو ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ وه، چې له امله یې رواني، فزیکي او ټولنیز زیانونه ور رسېدلي وو.
محتسبینو د دې پېښې په اړه د سیمه ییزو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، ژر اقدام وکړ او اړونده مېرمن یې خوندي ځای ته ولېږدوله. د دې تر څنګ، اړونده ادارو ته سپارښتنه شوې چې د مېرمنې لپاره د دوامدار ملاتړ او حقوقي مرستو زمینه برابره کړي.
د میدان وردګو د محتسبینونشراتي دفتر ویلي، چې دا ډول اقدامات به دوام ومومي تر څو ښځې له تاوتریخوالي خوندي ژوند ولري، او ټولنه له داسې منفي پېښو پاکه شي.