ذبیح الله مجاهد؛ په افغانستان کې تر هر هېواده د ښځو حقوق ښه تامین شوي دي.
نن د مېلادي کال د مارچ میاشتې اتمه ده چې په نړۍ کې دا ورځ د ښځو ورځې پر نوم لمانځل کېږي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی.
ورته مهال ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون ویلي، چې اسلامي امارت له هر دین او هر ملت نه ښه انساني حقوقو ته ارزښت ورکوي، نوموړي وړاندې زیاته کړې چې په افغانستان غوندې یو اسلامي هېواد کې له غرب سره د مېرمنو حقوق توپیر لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت هم ویلي چې مېرمنې په افغاني ټولنه کې د خور، مور، لوراو د ژوند شریکې په توګه د دې ټولنې یوه رغنده او نه بېلېدونکې برخه ده او اسلامي امارت یې د حقوقو په ورکړه کې ځان ملکف او مسول ګڼي.