slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وياند اتل مشواڼی وايي چې ددې رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او د سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د کمال نبي زاده خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې پيل شوې وې، د یما پټروليم لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

مشواڼی زياتوي چې په دغو سیالیو کې له ۱۱ ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو ګډون کړی وو.