کونړ کې تازه پرمختیايي پروژې پیل شوې.
د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم وایي، چې دغه ولايت کې د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د مصمم په وينا دغه پروژې د ا.ا. مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د شپږو ولسوالیو (ناړۍ، دانګام، شلتن، منوره، سرکاڼو او خاص کونړ) ولسواليو لپاره منظورې شوې دي.
د یادو پروژو چارې د کونړ د والي، سرحدونو وزارت مرستیال، ولایتي چارواکو او قومي مشرانو په حضور کې پيل شوې.
په يادو پروژو کې پایپ سکیمونه، پلونه، اوبو ذخیرې، ترنابونه، سړکونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه شامل دي، چې د بشپړېدو سره به یې د خلکو د ژوندانه اسانتیاوې برابرې شي.
#پولیس_راډیو