په بامیان او فاریاب کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بامیان ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې يو څلور کلن ماشوم ټپي شوی. د پېښې علت د ماشوم او موټر چلونکي دوه اړخیزه بېباکي او نه احتیاط ښودل شوی دی. موټروان اوسمهال له امنیتي مسولینو سره دی.
بل خوا د فاریاب ولایت په اندخوی کې د موټر سایکل ترافیکي پېښې له کبله دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچينې وايي، چې دا پېښه د آقینې بندر ته پر لاره د قریه قوزي ایماق خانې په سیمه کې د یوه موټر سایکل د ترافیکي پېښې له امله یو ځوان مړ او بل یې ژور ټپي شوی دی.
پولیسو د پېښې سیمه تر کنټرول لاندې راوستې اود پېښې د لا روښانولو لپاره پر څېړنو بوخت دي.