slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د څېړنو او معلوماتو له مخې دا مهال نږدې د نړۍ د هر هيواد ګڼ شمېر خلک د شکر يا ډايابيټ په ناروغي اخته دي. افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي ،چې ډېر وګړي يې د شکر يا ډايابيټ له ناروغۍ رنځېږي، دعامې روغتيا وزرات له لورې دشکر ناروغي د مخنيوي او عامه پوهاو ي په خاطر لمانځغونډه جوړه کړې وه.دغه غونډه چې پرون د عامې روغتيا وزرات په دغونډه په تالار کې جوړ شوي و، دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال مولوي حبيب الله اخونزاده حامد، د عامې روغتيا وزرات د ساري ناروغيو دکنترول مسؤل ډاکټر محمد سميع کريمي، د اکمال تخصص رئيس حيدر عمر، د وزير اکبر خان روغتو متخصص ډاکټر حسيب الله محمدي او درسنيو استازو ګډون کړی و.دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال مولوي حبيب الله اخونزاده حامد و ويل: د عامې روغتيا وزارت په ټول هيوا د کې د شکرې ناروغۍ روغتيايي مراکز او روغتيايي پرسونل او متخصص ډاکټران شتون لري.د عامې روغتيا وزارت مرستيال زياته کړه، د روغتيا نړوال سازمان د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې ۸ اعشاريه ۴ سلنه افغانان د شکرې په ناروغۍ اخته وو، او په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۱۷۴۹۹کسان اخته شويدي او له۱۰۰۰ نه زياتو کسانو د شکرې د ناروغۍ له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی دي. ښاغلي حامد وايي، د شکرې ناروغۍ نښۍ په ورځو او اوونيو کې ښکاره کېږي، ژر ژر تږي کېدل، د تشو بولو زياتېدل،د ستړيا احساس، وزن کمېدل، د زخمونو ژر نه رغېدل او دنظر کمېدل ښايي، چې دغه کس دې په شکر ناروغۍ د اخته کېدو امکان ولري، نوموړی شخص بايد يو روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.اخونزاده حامد، په ټولو بهرنيو روغتيا يي سازمانو باندې غږ وکړ چې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي په اړه د عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.همداډول د اکمال تخصص رئيس حيدر عمر وايي، شکر يوه داسې ناروغي ده، چې ټولو ناروغيو ته زمينه برابروي، په نړۍ کې شاوخوا ۶ سنله خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي او په افغانستان کې هر هغه کس چې عمر يې د ۴۵ کاله څخه لوړ وي، لازم يې بو لم چې يو ځل روغتون ته ولاړ شي او خپل شکر يو ځل وګورئ.همداشان د وزير محمد اکبرخان روغتون ډاکټر حسيب الله محمدي و ويل: هغو ځوانانو ته، چې عمر يې له ۴۰ کلونو څخه کم وي او د شکر ناروغي ولري، د انسولينو تطبيق اړين دی او زياته يې کړه ،که چيرته انسولين ونه کړي د مرګ خطر سره به مخ شي. دي وايي پکار ده ،چې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت تر ټولو ډېره همکاري وکړي.محمدي وايي، روغتونونو ته د شکر درې ډوله ناروعان د درملنې لپاره راځئ: «ځوانان او ماشومان چې عمرونه يې تر ۴۰ کاله کم وي دوهم يې هغه ناروغان دي چې عمرونه يې د۴۰ کالو پورته دي او ځيني ميندې د اميدوارۍ په موده کې د شکرې د لوړېدو سره مخ کېږي او روغتونو ته مراجعه کوي».ښاغلي محمدي د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره مناسب خوراک، د وزن کموالي، فزيکي فعاليت او ورزش غوره درملنه ياده کړه. سميع الله مومند