د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جنتن ټراټ تړون وغځول شو
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جنتن ټراټ تړون د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو. کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې تړون د غځېدو لامل هم د نوموړي غوره کارکردګي او ورسره د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدل دي چې پر بنسټ به یې ټراټ د ۲۰۲۴م کال تر پایه له افغانستان کرکټ بورډ سره وي. جنتن ټراټ د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې افغانستان کرکټ بورډ سره قرارداد لاسلیک کړ چې له هغه وروسته نوموړي د ملي لوبډلې په یو شمېر مهمو بریاو کې مثبت رول درلود چې غوره یې د ۲۰۲۲م کال اسیام جام، د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۳م کال د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ، د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام وو. جنتن ټراټ په خپلو لوبیزه کارکردګۍ او ژوند کې ۵۲ ټېسټ لوبې او ۶۸ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي چې اوسمهال له تېر ۲۰۲۲م کال راهیسې له افغانستان کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.