امر بالمعروف وزارت د رسنیو دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالي او د لغمان ولایت مرکز محتسبینو د بازارونو اصلاح او ټولنې سمون ته په ژمنتیا د نورو امارتي ادارو په همغږۍ شاوخوا ۵۳ ټنه تر وخت تېر توکي راټول او سوځولي دي.
د پکتيا ولایت د څمکنۍ ولسوالي محتسبینو د بازارانو اصلاح په برخه کې د هڅو په دوام شاؤخوا ۵۰ ټُنه تر وخت تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي او درمل راټول او سوځولي دي.
بلخوا د لغمان ولایت مرکز محتسبینو هم د ورته نظارتي کړنو په پایله کې شاؤخوا درې ټنه تر وخت تېر توکي راټول او سوځولي دي.
محتسبین وایي چې تر وخت تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د عامو خلکو روغتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او د مخنیوي په برخه کې یې د عامو خلکو او مسولینو ترمنځ ګډه همغږي او همکاري اړینه ده.
محتسبین همداراز ټینګار کوي چې د خلکو روغتیا، بازارونو اصلاح او اسلامي اصولو پلي کولو ته په ژمنتیا به د تاریخ تېرو توکو راټولولو لړۍ دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو سوداګرو او هټۍ والو څخه غوښتي وو چې د شرعي اصولو سره سمه سوداګري وکړي، د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او له داسې کړنو ځانونه وساتي چې دنيوي او اخروي زیانونه له ځانه سره لري.