هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. د سنګین ولسوالۍ په کوربتوب په دې سیالیو کې د موسی قلعه، کجکي، بغني، نوزاد، ګرشک، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج ولسوالیو ترڅنګ د کندهار پهلوانانو هم ګډون درلود. د غېږنیونې په دې سیالیو کې احسان الله د سنګین ولسوالۍ څخه په لوړ وزن کي لومړی مقام، بختیار او نورعلي د ګرشک ولسوالۍ څخه لومړي مقامونه او فیض الله د بغني ولسوالۍ څخه د دویم مقام ګټونکی شو. سیالیو کې د هلمند ولایت د ورزش امریت د ملي او دودیزو لوبو مدیر نوراحمد عابد، د غېږنیونې فدراسیون مسوول حاجي موسی جان اکا او د سیمې مشرانو سربېره، ګڼو مینه والو او ننداره چیانو ګډون درلود. د یادونې ده، چې د پای مراسمو کې مسوولینو او پهلوانانو ته ستاینلکونه او جایزې ورکړل شوې.