افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره اغلې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د خوست ولایت والي سره وکتل.
دې لیدنه کې اغلې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار څرګنده کړه چې د دوی د سفر موخه، په خوست ولایت کې د روانو پروژو ارزونه، له اړونده ادارو سره د همغږۍ پیاوړتیا او د بشري خدماتو کیفیت لوړول دي. نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ دا مهال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د صحت په برخه کې فعالیتونه روان دي، چې له مخې یې اړمنو وګړو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
اغلې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، همهاله د ياد ولايت د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار څانګې سره د ۷ میلیونه ایرو مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې د همدې برخې د پیاوړتیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې نورې ۷ میلیونه ایرو مرسته هم ترسره کړي.
هغې دغه راز د مهاجرینو پر ستونزو هم خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې اروپایي ټولنه به د مهاجرینو د اړتیاوو د پورهوالي او د هغوی د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي. نوموړې زیاته کړه، چې د بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کېږي، او هڅه کېږي چې د اړوندو پروژو له لارې، دغو کورنیو ته د سرپناه، روغتیا، تعلیم او نورو بنسټیزو خدماتو زمینه برابره شي.
هغې ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو موضوع یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره هم مهمه ده، او د اروپایي ټولنې د مرستو تمرکز به همداسې دوام پیدا کړي.
د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره اغلې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار ته هر کلی ووايه او له هغوی یې د بشري مرستو له امله مننه وکړه. نوموړي وویل، چې د افغانستان خلک د کلونو جګړو له امله سخت ځپلي دي او اوس بشري مرستو ته پراخه اړتیا لري. خوست ولایت کې د مرستندویه ټولنو لپاره ښه زمینه برابره ده او موږ هیلهمند یو چې دوی خپل مسؤلیتونه په شفاف او مؤثر ډول ترسره کړي.