مولوي نجیبالله حیات حقاني د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست وزیر په توګه خپلې دندې پیل کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر، مولوي نجیبالله حیات حقاني، د ۱۴۴۷ هـ.ق د محرم په ۵مه نېټه د یوه لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپلې دندې رسماً پیل کړې.
یاد مراسم د کور او ښار جوړولو وزارت په مقر کې د چارو د لویې ادارې د مشر شیخ نورالحق انور، د یاد وزارت مرستیالانو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت رئیسانو، د اترا ادارې مرستیالانو او د وزارت د بېلابېلو برخو د رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.
د مراسمو پیل د وزارت د مالي او اداري مرستیال، الحاج محمد ارسلاح خروټي، له خوا وشو. نوموړي د نوي وزیر او راغلو مېلمنو هرکلی وکړ او د وزارت پر ارزښتونو او د کارکوونکو پر همکارۍ ټینګار وکړ. هغه د کور او ښار جوړولو وزارت یو له مهمو او بنسټیزو وزارتونو څخه وباله، چې د ښاري پراختیا، پلان جوړونې، او منظم ښار جوړونې مسؤولیت لري.
وروسته د چارو د لویې ادارې مشر، محترم شیخ نورالحق انور، هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې مسؤلیتونه د شریعت له اصولو سره سم ویشل کېږي او ټاکل شوي کسان د باور وړ او مجرب اشخاص دي.
په خپلو خبرو کې، د کور او ښار جوړولو وزارت نوي سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني وویل: "تغییر او تبدیل د نظامونو د اصلاح او پرمختګ سبب ګرځي." هغه ژمنه وکړه چې خپلې دندې ته به په صداقت، ژمنتیا او ایماندارۍ سره دوام ورکړي. نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په فعاله توګه ورسره همکاري وکړي او په ګډ فکر د چارو د لا ښه تنظیم لپاره هڅه وکړي.
د مراسمو په وروستیو کې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال، تخنیکي مرستیال، او د مخابراتو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس هم خبرې وکړې، او له ښاغلي مولوي نجیبالله حیات حقاني سره یې د تیرو څلورو کلونو د همکارۍ د تجربې یادونه وکړه. هغوی د نوموړي په مدیریت، رهبري، عدالت، د کارکوونکو د حقونو خوندیتوب، او کار پوهې ځانګړنو باندې ټینګار وکړ.