ټرمپ؛ د اسراییل-حماس د جګړې ختمولو طرحه له نتنیاهو او حماس سره همغږې شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېبپاڼې ته ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د هغه د جګړې د ختمولو د طرحې د همکارۍ علاقه ښودلې ده.
ټرمپ ویلي، چې حماس هم د دې طرحې ملاتړ کوي. د اکسیوس د راپور له مخې، د ټرمپ سلاکارانو مخکې له مخکې ورته ویلي و، چې نتنیاهو د وړاندیز په اړه شکمن دی، خو د ټلیفوني تماس پر مهال نتنیاهو موافقه وکړه چې مخ پر وړاندې یې عمل وکړي.
ولسمشر ټرمپ اکسیوس ته وویل: «د طرحې هرکلی وشو. د نړۍ ټول هېوادونه ورسره موافق وو. نتنیاهو هم موافق دی. حماس ډېر مخکې راغلی او غواړي دا کار ترسره کړي. اوس باید دا نهایی کړو.» هغه زیاته کړه: «ما نتنیاهو ته وویل، دا ستا د بریا فرصت دی، هغه موافقه وکړه او بله چاره نه لري.»
ټرمپ همدارنګه ویلي، چې اسراییل د نړۍ له ډېرو ملاتړونو بېبرخې شوی و، خو هغه ژمنه کړې چې ټول ملاتړ به بېرته ورکړي.
همدا راز، ټرمپ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د طرحې په ملاتړ کې «ډېر ګټور» وباله او یادونه یې وکړه چې اردوغان سخت شخصیت لري، خو ملګری یې دی او په دې کار کې مرسته کړې ده.
د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ اردوغان ته ویلي و: «ما درته ډېر کارونه کړي، اوس زه اړتیا لرم چې ته دا کار راته ترسره کړې.»