slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د زرګونه مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.د یاد استنادي دېوال چارې وړمه کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي او ځايي مسوولینو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.دغه استنادي دېوال د سپين بولدک ولسوالۍ په ترکزی لومړې پارټ، ترکزي دوهم پارټ، محبوب شاه او ګلان کلیو کې د ۷۵ میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت د ۵ زره ۲سوه مترو په اوږدوالي سره جوړېږي.د یاد وزارت سرپرست په دغه پرانیست غونډه کې وویل چې دغه استنادي دېوال به د نوموړې ولسوالۍ رود خپل مسير ته واړوي او سلګونه هکټاره ځمکه به د موسمي بارانونو او سېلابونو له زيان څخه خوندي کړي. د نوموړي په خبره دمګړۍ د قوش تېپې کانال په ګډون د څه د پاسه ۵۰ پروژو چارې روانې دي. د يادونې وړ ده، چې تېر کال د سپین بولدک ولسوالۍ ځمکې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې او سیند له خپل مسير څخه اوښتی وو، چې د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ یې د سپین بولدک – کندهار لویه لار هم د څو ورځو له کبله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.