ټرمپ؛ که چین پر امریکایي توکو خپله تعرفه لرې نکړي، پر چیانيي توکو به اضافي تعرفه کېږدو.
ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ کړی، چې که پر امریکایي توکو ۳۴ سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نهکړي؛ نو امریکا به د چینايي توکو پر وارداتو ۵۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي.
ټرمپ، چین ته تر سې شنبې ورځې وخت ورکړی، چې خپله تعرفه لرې کړي. چين په اقتصادي ډګر کې د امریکا متحده ایالتونو ترټولو سرسخته سیال دی، چې اکثره وختونه یې له امریکا سره د اقتصادي سیالیو ډګر تود ساتلی وي