مولوي نورجلال جلالي هېواد کې د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د راډیولوژي مراکزو جوړولو، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روږدو ناروغانو د درملنې، د ساري او غیرې ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد له دوامدارې همکارۍ مننه کړې او په یو شمېر مهمو برخو کې یې د دوی همکاري اړینه بللې ده.
نوموړي د غیرې ساري ناروغیو په مخنیوي، تشخیص، درملنې او ځینې نورو اړینو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او اړینو همکاریو اړونده غوښتنې کړې دي او په وینا یې هڅه یې دا ده، چې د ساري ناروغیو تر څنګ د غیرې ساري ناروغیو مخنیوی هم په سمه توګه وکړي.
له بل لوري، د جاپان نوي سفیر روغتیا سکتور کې خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، موږ ژمن یو چې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړو.


