په خوست ولايت کې شپږو مجرمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
د خوست ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د زنا او لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه. جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې درې متهمين پر پنځه ـ پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو، دوه متهمين پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو او شپږم متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې مسؤولینو د الهي احکامو د تنفيذ او عملي کولو اړوند هر اړخیزې ویناوې وکړې.
پر متهمینو د تعزيري سزا له تطبیق وروسته غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.