د اسلامي امارت زعیم په یوه تازه پیغام کې هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ هبةالله اخندزاده حفظه الله د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت افغان ولس او ټولو مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.
نوموړي د اختر د لمانځلو ترڅنګ، پر تقوا، د الله تعالی د شریعت پر پیروي، د یووالي پر ساتلو، د امنیت پر قدر کولو او د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، اختر د خوشحالۍ، یووالي او د الله تعالی د شکر ادا کولو ورځ ده او باید د اسلامي ارزښتونو سره ونمانځل شي.
په پیغام کې د روژې د برکتونو یادونه شوې او ویل شوي چې دا میاشت د ګناهونو د بښنې، د نفس تزکیې او د نیکو عملونو د زیاتوالي میاشت ده.
همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین د افغانستان د امن د دوام لپاره دعا کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید خپل ملي یووالی وساتي او د خپل اسلامي نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.