slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د تورخم کمیسارۍ چارواکو پولیس راډیو ته په خبرو کې وویل چې له تېر مازدیګر راپدېخوا د دواړو خواوو له لورې ډزې بندې شوې دي او پاکستاني ځواکونه هم چې له خپلو پوستو پشا شوي وو؛ بېرته خپلو ځایونو ته راګرځېدلي دي. د تورخم کمیسارۍ ویاند پولیس راډیو ته وویل چې د حریت او پژواک خبرې اژانس د خبریالانو اوضاع د ډاډ وړ ده. نوموړي دا راز وویل، د شمشاد د خبریال د ټپي کېدوخبره حقیقت نه لري.

ښاغلي مهاجر د اوسني اوضاع د کرارۍ خبر ورکړ؛ خو د دواړو لوریو د ارادو په اړه یې خبره ونکړه، په وینا یې چې لاهم دواړه لوري په صفري ټکو کې په تیارسئ حالت کې دي.

پر پوله د پاکستاني پوله‌ساتو او افغان دولت سرحدي قواوو د جګړه‌ییز ترینګلي حالت دا څویمه ورځ ده، چې په دې جریان کې  د دواړو لوریو ترمنځ په وقفه‌يي ډول د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي.