د روسیې د بېپیلوټه بریدونو له امله په اوکراین کې درې تنه وژل شوي.
رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو وروستیو بریدونو د اوکراین پلازمېنه کیف او د دې هېواد سویل کې ښارونه په نښه کړي دي. په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وایي، کیف څو ساعته پرلهپسې د ډرون بریدونو لاندې و. د زاپوریژیا ښار هم د دغو بریدونو هدف وګرځېد، چې له امله یې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د پېښو له امله پولنډ د اوکراین سرحد ته نژدې خپل هوايي حریم وتاړه او د دفاعي اقدام په توګه یې څو جنګي الوتکې فضا ته پورته کړې.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها دا بریدونه د روسیې "ستر جنګي عمل" بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر مسکو نوي سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.