د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یوه کور بشپړ له منځه تللی.
د میدان وردګ ولایت د پیښو سره د مبارزې د امادګۍ ریاست رئيس مولوي فیض الله جلالي رسنیو ته ویلي، چې د نرخ ولسوالۍ په کریمداد کلي کې د یو ماشوم د بې احتیاطي له امله يو کور بشپړه سوځيدلی دی.
په دې پيښه کې د کور خونې او د کور وسايل سوځيدلي چې اړوندې کورنۍ ته یې تقریبا تر سل زره (١۰٠٠٠٠) افغانيو مالي تاوان اړولی.