کندهار؛ میرویس حوزوي روغتون کي د نړۍ په کچه پرمختللی عملیات شوي.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسئولین وايي؛ یو ناروغ چي د لاس بټي ګوټي یې د ماشین لکبله «Deglove injury» درلودې او د پوست ټول طبقات یې تخریب شوي وو، د میرویس حوزوي روغتون د ارتوپیدي برخي اړوند جراحي عاجلي څانګي ته یې مراجعه کړې وه، چي تر لومړنۍ درملني وروسته عملیاتو ته چمتو شو او د طبي ستندردونو مطابق په معیاري توګه ورته «Groin flap attachment» یا د پوستکي ټولو طبقاتو پیوند ورته وشو.
د دوی په خبره؛ دغه عملیاتونه پرمختللي عملیاتونه دي، چي اوس مهال د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي ترسره کیږي.