طاهر احرار؛ خوست کې د یوې پراخې اورلګېدنه مخه نیول شوې.
له خوسته په راغلې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویل شوي چې د ښار مرکزي سیمه کې رامنځ ته شوې اورلګیدنه مهار او د زیان اوښتو مخه یې نیول شوې.
د خوست ښار زاړه مارکیټ سره نیږدې د ماشومانو د نه پاملرنې له امله رامنځ ته شوې اورلګیدنه د ښاریانو او عامو وګړو په مرسته مهار شوه چې له امله یې د زیات اقتصادي زیان مخه نیول شوې.
د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ادرس وایي؛ د اورلګیدنې ځای ته د امنیه قومندانۍ د اور وژنې ډلې رسیدنه کړې خو له رسیدو وړاندې اور د عامو خلکو له خوا مهار شوی.
د یادې اورلګیدنې له امله ځاني او مالي زیان نه دی رامنځ ته شوی.


