د امریکا او سوریې چارواکو د سولې او ثبات پر موضوع خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د روسیې د لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره په کتنه کې د سوریې د سولې، ثبات او د راتلونکې وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د امریکايي رسنیو راپورونه ښيي چې دا لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې ترسره شوې، چې په کې دواړو لوریو د سوریې د داخلي او نړیوالو مسایلو پر اړخونو بحث کړی دی.
یادونې وړ ده چې دا د سوریې ولسمشر امریکا ته د سفر لومړی ځل دی، چې د څو لسیزو وروسته یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې احمد الشرع به له ځینو نورو امریکايي چارواکو سره هم جلا ملاقاتونه ولري.
څه موده وړاندې هم الشرع په سعودي عربستان کې د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي وو، چې د دغې کتنې وروسته پر سوریې ټول بندیزونه له منځه وړل شوي وو.
کارپوهان وايي، د سوریې بهرنی سیاست په دې وروستیو کې د پام وړ بدلون موندلی او د دې هېواد نړیوالې اړیکې ورو ورو پراخېږي.