slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان ختیځو ولایتونو د زلزله‌ ځپلو د بېړني ملاتړ لپاره د روسیې دویمه محموله مرسته کابل ته رارسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه مرستې چې د ولادیمیر پوتین په لارښوونه استول شوې، شاوخوا ۲۰ ټنه دي او په کې خېمې، کمپلې او د سرپناه اړین توکي شامل دي.

ویل کېږي چې د روانې میاشتې په ۵مه نېټه د روسیې لومړۍ جوپه مرسته هم د کابل له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوې وه.

تر روسیې مخکې د هند، متحده عربي اماراتو، چین او یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان زلزله‌ ځپلو ته بېړنۍ مرستې لېږلې وې. همداراز د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او اروپايي ټولنې د کونړ د ځپل شویو کورنیو لپاره میلیونونه ډالر ځانګړي کړي دي.

ځايي کارپوهان ټینګار کوي چې دغه مرستې باید په شفاف ډول وویشل شي او په ځانګړې توګه د زلزله‌ ځپلو لپاره دایمي کورونه جوړ شي تر څو د راتلونکو طبیعي پېښو له زیانونو مخنیوی وشي.