slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نږدې پنځه ساعته وړاندې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون اعلان وکړ چې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د غزې په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

مکرون د خپلې ایکس (پخوانۍ ټویټر) حساب له لارې څرګنده کړې، چې دواړو مشرانو د غزې د روان وضعیت تر څنګ، د اسراییلي او فلسطیني شخړو د حل لپاره د یوه احتمالي کنفرانس د جوړېدو پر طرحه هم خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې چې د فلسطیني او اسراییلي وګړو تر منځ د سولې او دایمي امنیت د ټینګښت لپاره باید هر اړخیزې هڅې وشي.

د یادونې وړ ده چې مکرون څو ورځې مخکې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د سپتمبر میاشتې په عمومي غونډه کې به فرانسه فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمي ډول وپېژني.