slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راځي چې د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو  اورېدلو ریاست محتسبینو په قلات ښار کې د تاریخ تېر خوارکي توکو ډک هغه موټر نیولی، چې له پلازمېنې کابل ښار څخه یې تر تاریخ تیر خوراکي توکي راوړل او په سیمه کې یې پر خلکو خرڅول. 


 د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د یو شمېر سوداګرو له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته راوړل کېدل، چې په کمه بیه یې د سیمې پر خلکو پلورل چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او په کې موجود تاریخ تېر توکي له منځه یووړل شول.

مسؤلین زیاتوي، چې د احتکار، درغلي، او تاریخ تیر توکو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه به خپلې کړنې لا ګړندۍ کړي او چاته به اجازه ور نکړي چې له اسلامي اصولو خلاف کړنې تر سره کړي.