slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، له هغو افغان ووشو ورزشکارانو ستاینه وکړه چې د ووشو د آسیایي سیالیو په دولسم پړاو کې یې د سرو، سپینو او برونزو مدالونه ترلاسه کړي دي.

یادې سیالۍ د چین د شانګهای ښار په کوربتوب د آسیا له بېلابېلو هېوادونو د لسګونو ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، چې افغان لوبغاړي پکې د پام وړ وځلېدل. دوی وتوانېدل چې په تالو (اجرایي بڼه) برخه کې دوه مډالونه او په ساندا (مبارزه) برخه کې یو مډال خپل کړي.

د دې لاسته‌راوړنې په ویاړ، د تقدیر مراسم د المپیک ریاست د عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان زدران، د المپیکي چارو د رئیس دادمحمد پاینده اختري، د پخواني رئیس انجینر نظر محمد مطمئن، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مفتی عبدالمتین قانع، د ووشو فدراسیون رئیس بلبل‌شاه خالد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس خبیب غفران، او د نورو مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه‌والو په شتون کې ترسره شول.

مولوي احمدالله وثیق د ورزشکارانو د هڅو ستاینه وکړه او د دوی لاسته‌راوړنې یې د هېواد د ورزش په تاریخ کې یو مهم پرمختګ وباله. نوموړي زیاته کړه چې د ورزش اداره سږ کال له نړیوالو سیالیو څخه نږدې ۱۰۰ مدالونه ترلاسه کړي چې دا بریاوې د ورزشکارانو د ژمنتیا او د ادارې د دوامداره ملاتړ نتیجه ده.