slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تازه د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره خبر ورکوي، چې ټاکل شوې سبا یکشنبه به  په ناروې کې خپل قونسلي خدمات بیا پیل کړي. په راپور کې ویل شوي، چې یاد وزارت به د حمل میاشتې په څلورمه خپل خدمتونه پیل کړي. یاده دې وي، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې هيڅ نوعه خدمات نه وړاندې کېدل.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپله خوشبیني څرګنده کړې او د دې پرېکړې هرکلی یې کړی دی. ځینې رسنۍ لا وار د مخه خبر ورکوي، چې دا سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی؛ خو لا یې رسماً په دندو پیل نه‌دی کړی.