slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کابل ښار کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه غونډه جوړه شوه. د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د پخوانیو پرېکړو پر ارزونې سربېره، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په خبرو کې وویل، چې په سیمه کې د ګډو همکاریو پراخ فرصتونه شته او په ګډه کولای شو له دغو فرصتونو د خپلو هېوادونو د ګټې لپاره استفاده وکړو. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې خپله بهرنۍ تګلاره د اقتصاد پر محور متمرکزه کړې او هڅه کوي هېواد د امنیتي ستونزو له انځور څخه د اقتصادي نښلون څلور لارې ته واړوي.

همداراز د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې په پراخېدو بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې همکارۍ د پام وړ ګڼلې دي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفیرانو کچې ته د دیپلوماتیکو اړیکو لوړول یو مثبت ګام وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار هم په خپلو خبرو کې د درې اړخیزې ناستې اهمیت وستایه او څرګنده یې کړه، چې د یادو هېوادونو همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي او باید لا نوره وده ومومي.

په پای کې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او د اړیکو پر پیاوړتیا یو ځل بیا ټینګار وکړ.