slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندز سيمه ييزو مسئولينو په دې ولايت کې د ۶ پراختيايي پروژو د پيل خبر ورکړی دی. د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي ،چې د دغه ولايت د امام صاحب او قلعه زال ولسواليو په يو شمېر کليو کې د UNDP په مالي ملاتړ د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شپږو پراختيايي پروژو چارې پيل شوې دي. په يادو پروژو کې د بادامو د پروسس او زېرمه کولو، د غالۍ اوبدلو، د پيازو راټولولو او زېرمه کولو د مرکزونو جوړول شامل دي، چې چارې به يې د يوې نيمې مياشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.